فراه نما دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....
| ||
|
درى واړو غالمغال جوړ كړ، چې جوړ نه شول نو د بل چارواكي په لټه كې شول، يو وزير ته ورغلل، وزير هم نجلۍ را وغوښته، خو كله يې چې وليده نو وزير درى واړو ته وويل: ځئ تاسې يو هم ددې ښكلې نجلۍ لايق نه ياست! خبره د هېواد پاچا ته ورسېده، ټول د پاچا دربار ته لاړل، پاچا هم د نجلۍ د حاضرېدو غوښتنه وكړه. كله چې پاچا نجلۍ وليده ډېره يې خوښه شوه. ټولو ته يې وويل: دا نجلۍ په ټول هېواد كې سارى نه لري او خاوند يې هم بايد داسې شخص وي، چې سارى ونه لري! د يوې ښځې پر سر د څو تنو دعوى خورا ګرمه شوه او ټولو شور ماشور جوړ كړ. زه به تر مخ منډې وهم او تاسې را پسې شئ، هر څوك چې را پسې را ورسېدل او زه يې ونيولم، زه دې همغه يم او له همغه سره واده كوم. ټولو دا خبره ومنله. تر لږ منډو وروسته پنځه سره په يو ناڅاپي ډول په يوه ژوره كنده كې ولوېدل. زه هغه څوك يم، چې ټول انسانان په ما پسې منډې وهي، هر څوك هڅه كوي، چې تر بل چا مخكې ما ته ځان ورسوي، نور هر څه يې هېر وي، ټول په دې هڅه کې وي، چې ما ترلاسه کړي، مګر دا هڅې یې کلونه واخلي او په داسې ناڅاپي ډول قبر ته ولوېږي، چې هېڅ فکر یې نه کوي او په دې سره ستاسې په څېر خپل ارمان له ځان سره قبر ته يوسي. او ما ترلاسه نه کړي. زه بل څوک نه بلکې زه دنیا یم چې هرڅوک مې ځان لایق بولي خو پای دغه کنده وي چې تاسې پکې پراته یاست! نو آيا بيا هم تاسې هڅه كوئ، چې ما ترلاسه كړئ؟ چینه: اصلاح آنلاین نظرات شما عزیزان: |
|
[ طراح قالب : پیچک ] [ Weblog Themes By : Pichak.net ] |