فراه نما

فراه نما
دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....  
قالب وبلاگ
نويسندگان
لینک دوستان

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان فراه نما و آدرس farahnama.loxblog.com لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.





په یو هیواد کې چې نظام فاسد شي، نو دهغې ټولنې هره برخه فاسده شي او دا فساد د څانګو په رغولو نه رغیږي، بلکې دفساد جرړې باید له مینځه لاړې شي.

دلته هره اداره فاسده ده، او له دې فساد نه تعلیمي ادارې هم خلاصې نه دي، د لوړو زده کړو له وزارت نه نیولې، دمعارف تر وزارته ، دکابل پوهنتون نه نیولې تر یوې ابتدايي ښونځي پورې ټولې ادارې په یو نه یو شکل په فساد کې ښکیل دي، که څه هم په دې ادارو کې ډیر پاک او کارکونکي خلک هم شته، خو کله چې سیستم خراب وي نو یوه یا دوې پرزې هغه په روغه توګه نشي چلولی.

نن سبا چې د ولسې جرګې دځینې غړو، وزیرانو، رئیسانو او تر دې چې دعادی مامورینو او امنیتي چارواکو زامن چې اکثره په حرامو را لوی شوی دي، زامن او خپلوان په هر فساد کې ککړ دي، دا ټول دنظام دفساد له وجې دي.

په رڼا ورځ په ښارونو کې اختطاف او غلاوې اکثره دهمدې زورواکو د پیژندګلوو له لوري کیږي، پردې زمکې او کورونه دهمدوی له لوري غصبیږي، وژل او رټل همدوی کوي او دهمدوی (بې سواده) زامن او خپلو په بهرنیو تعلیمي بورسونو د (عیاشۍ) لپاره بهر ته ځي.

هو! نن که مونږ د پلازمینې (کابل) لیسو ته لږ سر وردننه کړو نو وبه ګورو چې همدا د ګواښلو او ویرولو سیستم روان دی، او په دې (انډو خر کې) ډیرې ښوونکي، سرمعلمان او دلیسو مدیران هم رتاړ دي.

اکثره په ښوونځیو کې معلمین، سرښوونکي او مدیران هم د واسطې او زور له لارې په جعلې استنادو راغلي دي، ډیري يې له دولسم ټولګي څخه دفراغت ریښتینی سند هم نه لري. نو داسې (معلم) به څنګه دې ټولنې ته ښه زده کونکی وړاندې کړي.

دلته که له سره را شروع کړو او یو ځغلنده نظر د ولسي جرګې غړو ته وکړو نو راته په ډاګه به شي چې د کوم ولس دسرنوشت واګې چې د (ل او ف دبیسواده) باډي ګارډانو په لاس کې ولویږي نو دهغه ولس زده کونکي به خامخا همداسې (چاقوکشان) وي او دکوم هیواد وزیر چې تر ستوني په مالي او اخلاقي فساد کې ککړ وي، نو خامخا به يې ډاکټران هم بې سواده را ټوکیږي.

که څه هم موضوع رانه څو اړخه شوه، خو په ریښتیا سره دلته فساد دومره زیات دی، چې که پر تعلیمي نظام لیکنه کوو، نو تړاو یې دامنیتي چارواکو، مالي چارواکو، او نورو چارواکو لمنۍ ته رسی، نو دهمدې لپاره دلته که څوک یوې ربړې ته ګوته نیسي او دهغې حل په همغه ځای کې لټوي، نو دا کار ناشونی دی.

دلته نظام فاسد دی او باید نظام روغ شي، بیا به دانورې سوړې پخپله بندیږي، زه خو په دې نظر یم.

معلم خان مست

Eslah Online


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





[ یک شنبه 17 دی 1391برچسب:, ] [ 4:19 PM ] [ بريالي محمدي ]
.: Weblog Themes By Pichak :.

درباره وبلاگ

((به وبلاگ من خوش آمدید)) برای يك بار پريدن، هزار هزار بار فرو افتادم. ::: ::: ::: هیچ انسانی دوست ندارد بمیرد، اما همه آنها دوست دارند به " بهشت " بروند... اما ای انسانها... برای رفتن به " بهشت " ... اول باید مرد. ::: ::: ::: ::: ::: ::: هيچ وقت رازت را به کسي نگو. وقتي خودت نميتواني حفظش کني چطور انتظار داري کسي ديگري براي شما راز نگهداره. محمدي محصل دانشكده طب در کشور ترکیه-آنکارا Mohammadi studying Medicine College in Turkiye-Ankara WWW.Farahnama.loxblog.com
موضوعات وب
امکانات وب
ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 5
بازدید ماه : 1283
بازدید کل : 4713
تعداد مطالب : 228
تعداد نظرات : 14
تعداد آنلاین : 1



<-PollName->

<-PollItems->

Google

در اين وبلاگ
در كل اينترنت



تماس با ما

آپلود نامحدود عکس و فایل

آپلود عکس





برای نمایش تصاویر گالری كلیك كنید


دریافت كد گالری عكس در وب


Pichak go Up

.

.

.

<-PollName->

<-PollItems->

قرآن آنلاین
http://s1.picofile.com/shiat/giv.gif
(بهترین لینک باکس)

  • دانلود فیلم
  • قالب وبلاگ