فراه نما دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....
| ||
|
وطــــــــنه
د پامير غرونه ای وطـنه ستا د هسکو دنـگو غـرو نه شمه ځار سـتا له مستو او ځـپاندو دریابـو نه شمه ځـــار ستا په نوم لوگی لوگی به می خپل ځان کــــړم ســتا د هر بلبل چغار او چمـنو نه شمه ځـــار ښــــکلی نـوم به دی نـــړی کی اوچت ســــــاتو سـتا د هر باتور زلمی او میړونو نه شمه ځار د ملالی په ناری دی دښـمنان زیراو زبرشــول زرغونه انا مــی ویاړ ده د نـازو نه شمه ځار گـلالـی مـاشـومان سـتا ښـونځی کـی لــــولِِــي ستا د موټی موټی خاوری جارغلو نه شمه ځار ســتا لــرغـونی تاریـخونه زما ویـــــــــاړ دی د هـرات او د بامیان په شان ځایونه شمه ځار مســلمان ولـــس پــه تا کـــی حـــاکمـیت کـا ســتا ولــي او اولیاؤ زیــارتو نـه شــمه ځـــار پښتانـه دﻱ که تاجـــــــک ټــول افغــانان دي سـتا دهر مذهب او قوم له طریقو نه شمه ځار زه خوشحال " ځلاند " خو ستا مینی شاعر کړم سـتا ښـایسته لمـنو شـنونـه گلدرو نه شـــمه ځـار سروده: خوشحال جان
نظرات شما عزیزان: |
|
[ طراح قالب : پیچک ] [ Weblog Themes By : Pichak.net ] |