فراه نما

فراه نما
دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....  
قالب وبلاگ
نويسندگان
لینک دوستان

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان فراه نما و آدرس farahnama.loxblog.com لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.





 

Posted: 17 Jul 2012 08:10 PM PDT

سرچينه: اسلام انلاين
ژباړه:
فضل الرحمن مظهري

پوښتنه:
د روژې مبارکه مياشت راتلونکې ده، د دې لپاره چې مسلمانان د همدې مقدسې مياشتې لپاره تيارى ونيسي څه بايد وکړي؟

ځواب:
د لوى او مهربان خداى په نامه
ټولې ستاينې د الله جل جلاله لپاره دي او درود او سلامتي دي وي د هغه په پيغمبر صلى الله عليه وسلم باندي.
ګرانه پوښتونکيه! ستاسو له مهمې پوښتنې څخه يوه نړۍ مننه، او موږ الله جل جلاله ته دعا کوو تر څو  د روژې د مبارکې مياشتې تر را رسيدلو پوري موږ له هر ډول مصيبت څخه محفوظ وساتي او توفيق راکړي تر څو په دې برکتي مياشت کې د الله جلاله رضا تر لاسه کړو.
الله جل جلاله په سپېڅلي قران کريم کې فرمايي: رمضان هغه مياشت ده چې په هغې کې قران کريم نازل کړاى شو چې د انسانانو لپاره له سره تر پايه هدايت دى او داسې څرګندې لارښونې پکې دي چې د سمې لارې ښوونکې او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلونکې دي. (البقره ايت نمبر ١٨٥).
نو په همدې خاطر هر مسلمان بايد د روژې د مبارکې مياشت لپاره له قران کريم سره د اړيکو په ټينګولو، د روژې له روح سره په ځان مصروفولو او د معنوي بيترۍ په چارجولو سره ځان اماده کړي تر څو له دې برکتي مياشت څخه

 

 

په ريښتيني او صادقانه توګه ګټه پورته کړي.
د همدې پوښتنې د ځواب په اړه د کاناډا په ټورنټو کې د اونټاريو پوهنتون د اسلامياتو د انسټيټيوټ مشر استاد شيخ احمد کوتي ليکي: روژه هغه مبارکه مياشت ده چې د مؤمنانو او اسلامي امت لپاره په کال کې يو ځل راځي. له روژې څخه د الله جل جلاله هدف دا دى چې زموږ روحي بيترۍ چارج کړي او زموږ لپاره دا يو ستر هدف يا ميشن دى چې د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله ستر نعمت و پېژنو. نو د دې لپاره چې د روژې له مبارکې مياشت څخه ګټه واخلو، موږ د روژې لپاره د خپلو زړونو او مغزوو په پرانيستلو سره کولاى شو تيارى و نيسو. په همدې خاطر به ستاسو لپاره څو لارښوونې وړاندې کړم.
١- موږ بايد خپل د روژې په اړه خپل معلومات پراخ کړو او څومره چې ممکنه وي د روژې د احکامو، حکمتونو او د ښې استفادې په لارو چارو ځان خبر کړو. دا به له موږ سره د يوې ښې روژې نيولو کې چې خدای راضي کړي مرسته وکړي.
٢-  بايد هڅه وکړو چې  له روژې څخه ژوره ګټه واخلو، راځئ په هوډ وکړو چې د روژې روح درک کړو: دا په دې معنى نه ده چې موږ يوازې له خوراک، څښاک او له جنسي اړيکو څخه ځان وساتو، بلکې موږ بايد په جدې توګه خپل زړونه، فکرونه، سترګې، غوږونه، لاسونه او داسې نور هم کنترول کړو.
٣-  موږ بايد د روژې له روح څخه لکه څنګه چې په حديث شريف کې ورته اشاره شوي ګټه پورته کړو په حديث شريف کې راغلي چې: د روژې په مبارکه مياشت کې بايد د امکان تر حده زړه سواند او خير ورکونکې و اوسو.
٤- موږ بايد له قران کريم سره خپلې اړيکې قوي کړو، ځکه روژه د قران مياشت ده.
٥- موږ بايد زيات ذکر وکړو او خپل شرايط بايد د زيات ذکر لپاره برابر کړو.
٦- موږ بايد خپلې ټولنې ته د خيريه کارونو په کولو او د شفقت په خپرولو سره پر مختګ ورکړو او له اړو خلکو سره دومره مرسته وکړو څومره مو چې په وس پوره وي.
راځئ دا دعا وکړو چې له روژې څخه په داسې حالت کې را و وځو چې ايمان مو چارج کړى وي، ايمان مو قوي کړى وي او له الله جل جلاله سره مو ټينګې اړيکې نيولي وي.

سرچينه: اصلاح آنلاين

 




نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





[ پنج شنبه 29 تير 1391برچسب:, ] [ 8:53 AM ] [ بريالي محمدي ]
.: Weblog Themes By Pichak :.

درباره وبلاگ

((به وبلاگ من خوش آمدید)) برای يك بار پريدن، هزار هزار بار فرو افتادم. ::: ::: ::: هیچ انسانی دوست ندارد بمیرد، اما همه آنها دوست دارند به " بهشت " بروند... اما ای انسانها... برای رفتن به " بهشت " ... اول باید مرد. ::: ::: ::: ::: ::: ::: هيچ وقت رازت را به کسي نگو. وقتي خودت نميتواني حفظش کني چطور انتظار داري کسي ديگري براي شما راز نگهداره. محمدي محصل دانشكده طب در کشور ترکیه-آنکارا Mohammadi studying Medicine College in Turkiye-Ankara WWW.Farahnama.loxblog.com
موضوعات وب
امکانات وب
ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 37
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 41
بازدید ماه : 1319
بازدید کل : 4749
تعداد مطالب : 228
تعداد نظرات : 14
تعداد آنلاین : 1



<-PollName->

<-PollItems->

Google

در اين وبلاگ
در كل اينترنت



تماس با ما

آپلود نامحدود عکس و فایل

آپلود عکس





برای نمایش تصاویر گالری كلیك كنید


دریافت كد گالری عكس در وب


Pichak go Up

.

.

.

<-PollName->

<-PollItems->

قرآن آنلاین
http://s1.picofile.com/shiat/giv.gif
(بهترین لینک باکس)

  • دانلود فیلم
  • قالب وبلاگ