فراه نما

فراه نما
دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....  
قالب وبلاگ
نويسندگان
لینک دوستان

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان فراه نما و آدرس farahnama.loxblog.com لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.






Posted: 15 Jul 2012 11:02 PM PDT

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو ځوانانو!
دغه دی یو ځل بیا په مونږ او تاسو باندې د رحمتونو، نعمتونو، بخششونو او برکتونو میاشت راغله، هغه میاشت چې د زرو میاشتو غوره ده، هغه میاشت چې د هغې نفلي عبادت په نورو میاشتو کې د فرض عبادت څخه بهتر او فرض يې د نورو میاشتو د اویا فرضو برابر ثواب لري، هغه میاشت چې اوله لسیزه يې رحمت، دوهمه يې مغفرت او دریمه يې د جنهم د اور څخه د خلاصۍ لسیزه ده.

ګرانو ځوانانو!
هغه میاشت چې د الله تعالی د رحمت ټولې دروازې پکې پرانیستل کيږي او د غضب او عذاب ټولي دروازي يې بنديږي، هغه میاشت چې ټول سرکشه او انسان بې لارې کوونکي شيطانان پکې تړل کيږي او انسان يواځې د خپل نفس سره پريخودل کيږي، هغه میاشت چې په اوله شپه يې اعلان کيږي: «ای د نیکيو لټونکیه رامخکې شه،

 

او اي د بديو سر ته رسونکيه بس کړه».

ګرانو ځوانانو!
دغه د رمضان میاشت او دغه يې برکتونه او دغه يې د الله په وړاندې تیاريانې نو آیا مونږ او تاسو هم د دغه لوي فرصت څخه د ګتې اخيستنې لپاره کوم تياری نیولی دی، آیا مونږ او تاسو د دغه میاشت د برکتونو څخه د خپلو لمنو او عمل نامو د ډکولو لپاره چمتووالی ښودلی دی، که الله مه کړه د نورو وختونو په څير مو هم د دغه میاشت په غفلت سره د تيرولو اراده کړيده.

ګرانو ځوانانو!
د روژې میاشت د لوږې او تندې میاشت نه ده، د روژې میاشت د خوب او استراحت لپاره ښه فرصت نه دی، دغه مياشت د  دوستانو سره د ساعت تیرولو، لوبو، ټوکو ټکالو ښه وخت نه دی، بلکه دغه میاشت په خپل ځان کې د یو مثبت بدلون د راوستولو لپاره طلائي چانس دی، دغه مياشت د خپلو قوتونو د تقويې لپاره يوه ښه روزنه ده، دغه میاشت خپلو نيکيانو ته د ودې ورکولو او خپل ځان د بدیو څخه د ژغورلو ډير ښه ټريننګ دی.

ګرانو ځوانانو!
نو راځّئ چې ددغه مياشت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړو، خپلو ټَولو تيرو کړو وړو ته پاملرنه وکړو، د خپل ژوند ایکسره وباسو او وګورو چې کوم ځاي کې بدلون او تغيير پکار دی هغه بدل کړو او کوم ځاي تقویه کول پکار دي هغې ته وده ورکړو او کوم کارونه دي چې هغه زمونږ د دنيا او اخيرت د بربادۍ سبب کيږي هغه پريږود او کوم شيان دي چې مونږ ته په دنيا او اخيرت کې ګټه رسوي هغه نور هم پياوړي کړو.

ګرانو ځوانانو!
دغه هدف ته د رسيدو لپاره بايد مونږ لږ تر لږه لاندې کارونه ترسره کړو:
-    روژه د الله رحمت وګڼو او په راتلو یې خوښي ښکاره کړو.
-    د الله تعالی شکر پر ځاي کړو چې تر یو بل رمضان پورې يې ژوند رانصیب کړ.
-    په اخلاص او ښه نيت سره د دغه میاشتې د روژې د نیولو هوډ وکړو.
-    په ښه طریقه د روژې د نيولو لپاره د مطالعې له لارې د روژې احکام او اداب وپيژنو.
-    د زړه له تله د خپلو ټولو ګناهونو څخه توبه وباسو.
-    د پنځه وخته په جومات کې د جمعې سره دلمونځ د ادا کولو کوشش وکړو.
-    هره ورځ لږ تر لږه د قرآن کريم د يوې سيپارې تلاوت وکړو.
-    د خپل نفس د تزکيې لپاره د ډير نفلونو اهتمام وکړو او د الله ذکر هر وخت په ژبه جاري وساتو.
-    د هر هغه شي څخه ډده وکړو چې مونږ د الله تعالی د ياد څخه بې پروا کوي او د روژې د نعمتونو او برکتونو څخه مو محروموي.
-    د قرآن کريم په درسونو او ديني پروګرامونو کې برخه واخلو.
-    د نيکو ملګرو په مجلسونو کي کينو او د بدو ملګرو د مجلس څخه ډډه وکړو.
-    د موبايل، کمپيوتر او عصري تکنالوجۍ د بې ضرورته استعمال څخه ځان وساتو.
-    د بې هوده فلمونو په کتلو، د روژې د لڼدولو په خاطر د بې ځایه مجلسونو او د ګيمونو له کولو څخه په کلکه ډډه وکړو.
-    د هر قسم نشيې موادو څخه ځان وساتو او که کوم ځوان الله دې نکړي په کومه نشه روږدی وي، درمضان میاشت ددغه لعنت څخه د ځان ساتلو لپاره ښه فرصت وګني.
-    د خپل وس او توان په اندازه له غریبو او بې وزلو سره همکاري او مرسته وکړو.
-    لږ تر لږه د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم يو لنډ کتاب مطالعه کړو.
-    او په اخير کې بايد روژه د عبادت، ریاضت، او د روح د روزنې میاشت وګرځوو، نه د استراحت، خوب، بې کارۍ، ساعت تيرۍ، خوراک، څښکاک او خوند اخيستلو میاشت.
الله دې له دغه فرصت څخه په سمه توګه د ګټې اخيستلو توفیق راکړي، او له هر راز بدیو او ناوړه کارونه څخه مو دې وژغوري، په ځوانیو مو برکت شه، ښاد، آباد، نيکمرغه او بريالي اوسئ، د يو ښه رمضان په هيله.

ستاسو ورور
رحمت الله زاهد
د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئيس




نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





[ پنج شنبه 29 تير 1391برچسب:, ] [ 9:2 AM ] [ بريالي محمدي ]
.: Weblog Themes By Pichak :.

درباره وبلاگ

((به وبلاگ من خوش آمدید)) برای يك بار پريدن، هزار هزار بار فرو افتادم. ::: ::: ::: هیچ انسانی دوست ندارد بمیرد، اما همه آنها دوست دارند به " بهشت " بروند... اما ای انسانها... برای رفتن به " بهشت " ... اول باید مرد. ::: ::: ::: ::: ::: ::: هيچ وقت رازت را به کسي نگو. وقتي خودت نميتواني حفظش کني چطور انتظار داري کسي ديگري براي شما راز نگهداره. محمدي محصل دانشكده طب در کشور ترکیه-آنکارا Mohammadi studying Medicine College in Turkiye-Ankara WWW.Farahnama.loxblog.com
موضوعات وب
امکانات وب
ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 8
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 12
بازدید ماه : 1290
بازدید کل : 4720
تعداد مطالب : 228
تعداد نظرات : 14
تعداد آنلاین : 1



<-PollName->

<-PollItems->

Google

در اين وبلاگ
در كل اينترنت



تماس با ما

آپلود نامحدود عکس و فایل

آپلود عکس





برای نمایش تصاویر گالری كلیك كنید


دریافت كد گالری عكس در وب


Pichak go Up

.

.

.

<-PollName->

<-PollItems->

قرآن آنلاین
http://s1.picofile.com/shiat/giv.gif
(بهترین لینک باکس)

  • دانلود فیلم
  • قالب وبلاگ